د دوحې تړون د تصمیم نیونې مطلقه مرجع نه ده

د دوحې تړون د تصمیم نیونې مطلقه مرجع نه ده


  • 3 کاله دمخه (02/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1045

د ملي امنیت شورا وایي له طالبانو سره د امریکا هوکړه لیک د ټولو بین الافغاني مسایلو په اړه د تصمیم نیونې مطلقه مرجع نه ده او زیاته یې کړه چې د نظام د جوړښت په تړاو بحث له وخت مخکې دی او طالبان د نظام پر میکانیزم له تبصرې مخکې د خلکو د وینو مسول دي.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو او تهران ته د طالبانو لیږل شوي پلاوي اعلان کړی چې د دوحې تړون له مخې بین الافغاني خبرې پیل شوي او د همدې تړون له مخې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت له منځه ځي او پر ځای یې نوی اسلامي حکومت جوړیږي.

خو د ملي امنیت شورا دفتر وایي د نظام پر جوړښت بحث له وخت مخکې دی او خلک تمه لري چې هیواد کې د جګړې اور مړ شي.

د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي د جمهوریت معنی داده چې ټول سیاسي بنسټونه او تشکیلات پکې شاملیدای شي او زیاتوي که طالبان له یوې ترهګرې جنګي ډلې پر سیاسي هغې بدل شي طبیعي ده چې جمهوریت کې شاملیدای شي.

تر دې وړاندې د ملي امینت شورا سلاکار حمدالله محب هم ویلي چې موقت حکومت د افغانستان په چارو کې د پردیو د مداخلو لپاره د دایمي فرصت په معنی دی.