غني: د وروستیو هدفي وژنو عاملین طالبان دی

غني: د وروستیو هدفي وژنو عاملین طالبان دی


  • 3 کاله دمخه (02/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1124

ولسمشر محمد اشرف غني د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا د رییس محمد عاطف وژل کیدل غندلي او وایي چې طالبان باید پوه شي چې د تاوتریخوالي، ترور او وحشت له لارې نشي کولای د خپلو بادارانو شومو موخو ته ورسیږي او نه هم له دې جنایتونو څخه ځان خلاصولی شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني ددغې پیښې د غندې ترڅنګ وویل چې پر دیني عالمانو او هر بل افغان برید د افغانستان پر روښانه راتلونکي او عزت برید دی او عاملان یې د خدای او خلکو پر وړاندې مسوول دي.

خو طالبانو د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا د رییس د ترور په غبرګون کې ویلي چې دغه کار د یوې استخباراتي کړي کار دی او دوي پکې لاس نه لري.

د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رییس محمد عاطف نن په کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې له امله له خپل یو ملګري سره یو ځای ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې د مقناطیسي ماین څلور چاودنې وشوې او له امله یو شمیر کسانو ته د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم واوښتل.