د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وایي وسله والو طالبانو له سل جریبه زیات څړ ځایونه او زرګونه میوه لرونکې او نورې ونې لومړی تخریب او وروسته سوځولي دي.
د مسوولینو په وینا دغه پیښه د یاد ولایت په چهار سدې ولسوالۍ کې رامنځته شوې او طالبانو له ۱۷۹ جریبه زیاته کرنیزه ځمکه، څړ ځایونه او له ۲۵ زره زیاتې میوه لرونکې او نورې ونې لومړی تخریب او وروسته سوځولي دي.
د چهار سدې د ولسوال په وینا طالبانو دغه کار د منګ کلي له اوسیدونکو چې د افغان ځواکونو او دولت ملاتړي دی د غچ اخیستو لپاره کړی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.