ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر هر افغان برید د افغانستان په عزت برید دی او عاملین یې د خدای او ولس پر وړاندې مخ تورن دي.
نوموړي نن په کابل کې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا پر ریئس برید غندلی او ویلي یې دي، چې طالبان باید دا درک کړي، چې د ترهګرۍ له لارې، نه د خپلو بادارنو شومو موخو ته رسېدلی شي، نه د جنایتون له مسؤلیت څخه ځان خلاصوی شي او نه هم علما د ترهګرۍ ضد اسلامي او ملي دریځ څخه اړولی شي.
بل پلو د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ هم نن پر خپل ټویټر لیکلي و، چې طالبان په افغانستان کې د هر ډول ترهګرو کړنو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړې، چې مسؤلیت یې بېرته همدې ډلې ته ورګرځي.
ولسمشر غني یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې د هر ډول ترهګریزو او تخریبي کړنو عاملین طالبان وبلل.