امریکا لاهم د سرتېرو د وتلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

امریکا لاهم د سرتېرو د وتلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.


  • 3 کاله دمخه (03/02/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1055

امریکا وایي لا یې هم افغانستان کې د سرتېرو په اړه پریکړه نه ده کړې.

د امریکا دفاع وزارت وایي، لایې هم په دې اړه پرېکړه نه ده کړې، چې افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور کم کړي یا نه

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې پنټاګون په افغانستان او عراق کې تر وضیعت ارزولو وروسته د سرتېرو د حضور په اړه پریکړه کوي.

د امریکا دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې طالبانو  ددوحې پر ژمنو عمل نه دی کړی او له امریکا سره په خپل تړون کې پاتې راغلي.

بل پلو بیا تېره ورځ ایران کې خبریالانو ته د طالبانو ویاند سهیل شاهین وویل، که امریکا په ټاکلې مودې ونه وځي، نو طالبان به بیا خپلو جګړو ته دوام ورکړي