د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي وسله والو طالبانو ددغه ولایت د مرکز اړوند سیمه کې د چنارک په نوم د افغان ځواکونو پر یوه پوسته موټر بم چاودنه وکړه چې له امله یې ۴ افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ارزګان د والي په وینا په دغه موټر بم چاودنه کې دوه د ملي اردو سرتیري، یو پولیس او یو ولسي پاڅون کوونکی وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د نوموړي په وینا دغه پیښه نن سهار ۲ نیمې بجې رامنځته شوه او زیاتوي چې دمګړۍ سیمه کې وضعیت عادي دی.
ددغه برید پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.