خلیلزاد له خپلې پخوانۍ تجربې کار واخیست. ټرمپ غوښتل افغانستان پرېږدي خو داسې یې پرېږدي چې کال دوه کاله وروسته خلک د امریکایي عسکرو ارمانونه وکړي او خلک د امریکا بیرته راتګ ته دوعاوې وکړي. هغه یو ناروغ رواني، عقده یي شخص و. د دې حالت د رامنځته کولو کار ټرمپ ځکه خلیلزاد ته حواله کړ چې د هغه ټیم یو ځل مخکې هم دا هېواد دغه حالت ته برابر کړی و. خلیلزاد هم پوهېده چې د افغانانو له منځه یو ځل د نظام او ملي رهبرۍ یا حکومت موجودیت سلب کړه بیا چې یې هماغه د یوې لارې خلک لس ځله په کعبه کې دننه کښېنوې هم نه سره جوړېږي څه خو دا معنی چې دغه سیکولر، مذهبي خر، او لنډه غر نا متجانسه مخلوق دې بیا په رڼا کې سره پيدا کړي. خلیلزاد په دې خبره پوهېده، هغه ماشوم نه دی. د تېرې تجربې هم دومره وخت نه دی وتلی. د کابل د ناهیدې او د وینو د روانو ویالو کیسه هم ټولو ته یاده وه. خلیلزاد لومړۍ توره دا وکړه چې موضوع یې له دوه لاسه څخه ډېرو لاسونو، یعنې ډېرو قصابانو ته کړه. په خپلو پخوانیو غازي نوازیانو او ارجلو برجلو جاسوسانو کې یې پړي واچول او د سیاسیونو په نامه یې په قطر، ماسکو او اسلام آباد کې را ښکاره کړل او دې ناولې لړۍ ته یې د بین الافغانيتوب نوم ورکړ.
دا نن چې د افغانستان د نظام په ساحه کې سیاسي یووالی، انسجام او لیدلوری نشته لامل یې د خلیلزاد د وېش او تقسیم پروژه ده چې هدف یې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان دومره خرابول و چې ټوله سیمه د امریکا په ارمان ورولي. دا کار له موږ سره روسانو هم تر وتلو وروسته وکړ او هدف یې همدا و چې تر دوی ورسته افغانستان د دوی د کوم قوي دښمن په ځای بدل نشي، افغانستان پور ونغواړي، له افغانستان څخه دوی ته ایډیالوژي خپره نشي، او په راتلونکي کې د دوی نوې مداخلې ته زمینه برابره شي.
لیکوال: مجید قرار