لوګر کې د بریښنایي ازموینو مرکز پرانیستل شو

لوګر کې د بریښنایي ازموینو مرکز پرانیستل شو


  • 3 کاله دمخه (04/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1141

لوګر کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د بریښنایي ازموینو مرکز پرانیستل شو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسون دارالانشاء رییس ضیا عبدالرحمزی وايي، چې د دغه کمیسیون له لوري د ۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت په مرکز پل علم کې د لومړي ځل لپاره د لوګر د ځوانانو د شفافو ازموینو لپاره د الکترونیکي ازموینو مرکز پرانیستل شو.

 عبدالرحمزی زیاته کړه؛ چې د لویو ولایتونو په ګډون د برېښنايي ازموینو دا  ۱۱ مرکز دی چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو له لورې پرانیستل کیږي او د ا پروسه به د هیواد ټولو ولایتونو ته ورسیږي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل،چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون له دې مرکز څخه یوازینۍ موخه د شفافیت رامنځته کول دي څو د دولتي بستونو د ازموینو پر مهال د درغلیو مخنیوی  وشي او وړ کسان  دندو ته لاره پیدا کړي.

دغه مرکز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له بودجې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شو، چې پکې ۳۰ پایې کمپیوټر،۱۱۰ کیلو واټه جنراتور،۱۲ ام بي متواتر انټرنیټ، تصویري ټلیفوني سهولت، د کنټرول اطاق منظم سیسټم، الکټرونکي حاضري او نور اړین ملحقات شامل دي.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي د دغه مرکز له پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د برېښنايي ازموینو د مرکز پرانیستې سره سم به په دغه ولایت کې ټولې ګمارنې شفافې وي او هیڅوک به ونشي کړای چې د درغلیو له لارې دنده په لاس راوړي.