امریکا دې د طالبانو پر وړاندې خپل سیاستونه اصلاح کړي

امریکا دې د طالبانو پر وړاندې خپل سیاستونه اصلاح کړي


  • 3 کاله دمخه (04/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1141

د امریکا کانګرس د یاد هیواد له نوې ادارې غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا دولت سیاستونه اصلاح کړي.

په همدې تړاو خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي چې د امریکا دولت باید د طالبانو پر وړاندې خپل سیاستونه اصلاح کړي څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسیږي او د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي.

بل لورته د جوبایډن له ادارې غوښتل شوي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پروګرام ورو پر مخ یوسي او د مې میاشتې ضرب الاجل څنډې ته کړي او د ځواکونو وتل دې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کموالي او سولې خبرو پرمختګ پورې مشروطې کړي.

د رپوټ د معلوماتو له مخې په اوسنیو شرایطو کې د امریکایي ځواکونو وتل کولای شي په افغانستان کې د کورنیو جګړو او سیمه ییزې بې ثباتۍ لامل او د ترهګرو ډلو د لا پياوړتیا سبب شي.

په همدې حال کې د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ددغه رپوټ له خپریدو هرکلی کړی او ویلي يې دي چې د یاد رپوټ موندنې د امریکا او افغان دولت په ګټه بللې دي.