د جان هپکینز پوهنتون د وروستیو معلوماتو له مخې، چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۰۴ میلیونه ۸۳۸ زره او ۹۳۹ تنو ته رسېدلي دي.
د دغه پوهنتون د خبر له مخې، چې له کرونا ویروس څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۲ میلیونه ۲۸۱ زره او ۷۳۱ تنو ته رسېږي.
سرچینه وایي، له دغه ویروس څخه ۸۵ میلیونه ۲۶۴ زره او ۷۶ تنه بیا رغېدلي دي.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین هېواد په اوهان ښار کې رامنځته شو، چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته ورسېد او هلته یې د ګڼو خلکو ژوند اخیستی دی.