طالبان له بشري مرستو ۱۰ سلنه باج اخلی

طالبان له بشري مرستو ۱۰ سلنه باج اخلی


  • 3 کاله دمخه (05/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1095

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي طالبانو په بیلابیلو ولایتونو کې د بشري مرستو د پروګرامونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د ۱۰ سلنې باج اخیستلو غوښتنه یې کړې.

امرالله صالح دغه څرګندونې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وکړې او زیاته یې کړه چې طالبانو په ۵۰۰ کلیو کې د ملي دسترخوان پروګرام د پلي کولو مخه نیولې.

صالح په خپل فیسبوک کې هم لیکلي چې د ملي دسترخوان د پروګرام له لارې هرې کورنۍ سره د ۵۰ ډالرو مرسته کېږي خو طالبان غواړي چې پنځه ډالره یې په زور واخلي.

طالبانو تر اوسه د صالح د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.