د کرونا ویروس د ۶۵ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۶۵ تازه پیښو ثبتیدل


  • 1 کال دمخه (05/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 449

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله یو تن مړ شوی او ۶۵ تنه نور پرې تازه اخته شوي دي.

د مسوولینو په وینا په همدې موده کې له یادې ناروغۍ څخه ۲۳ تنه بیرته رغیدلي هم دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۵۵ زره او ۳۳۰ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۴۰۸ تنه مړه شوي او ۴۸ زره او ۱۸ تنه بیرته ترې رغیدلي دی.