افغان حکومت باید د خبریالانو امنیت وساتي

افغان حکومت باید د خبریالانو امنیت وساتي


  • 3 کاله دمخه (06/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1141

افغان حکومت باید د خبریالانو امنیت وساتي

اروپايي ټولنه وایي، په افغانستان کې د بیان ازادۍ او خبریالانو پر وړاندې خنډونه ډېر شوي او افغان حکومت باید دا خنډونه په ښه شکل اوار کړي. په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې پر وروستي راپور د غبرګون تر څنګ ویلي چې افغان حکومت په افغانستان کې د خبریالانو او بیان ازادۍ په ساتلو مکلف دی. 

یادې ټولنې دغه راز زیاته کړې، چې دوی له افغان خبریالانو سره همکار دي او د بیان ازادي باید د یوه مهم اصل په توګه وساتل شي. یاده ټولنه وایي، افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیزو فعالینو وروستي هدفي بریدونه هم غندي او پر حکومت غږ کوي چې ژر تر ژره ددغو پېښو عاملین ونیسي او د خبریالانو د امنیت د تامین لپاره اړین ګامونه اوچت کړي.