ننګرهار کې ماین چاودنې درې تنه امنیتي سرتېري ژوبل کړي دي.

ننګرهار کې ماین چاودنې درې تنه امنیتي سرتېري ژوبل کړي دي.


  • 3 کاله دمخه (06/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1164

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان ویلي، چې نن شاوخوا یوولس بجې دجلال آباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند د بهسودو هوټلو ترڅنګ دننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ په رنجير موټر باندې دسړک د غاړي ماين چاودنه ګړې او درې پولیس یې ټپيان کړي دي.

 

په ورته وخت کې بیا د ننګرهار حوزوي روغتون ویاند، ګلزاده سنګر رسنیو ته په ورکړل شویو معلوماتو کې ویلي، چې د دغې پېښې له ځایه ورته د دوه امنیتي سرتېرو جسدونه او دوه ټپیان ورلېږدول شوي دي.

 

نوموړي همدارنګه ویلي، چې په ټپیانو کې یو سرتېری او یو ملکي وګړی شامل دي. 

 

په ننګرهار کې ددغې پېښې پخلی لا هم کومې ډلې نه دی کړی، باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې امنیتي وضعیت ډېر ښه برېښي او د ولسوالیو سربېره یې په مرکز جلال اباد کې هم امنیتي وضعیت خراب شوی دی. 

 

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر بیا وایي، چې د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات پیل کړي، چې له دغه دفتره د یو شمېر وسله والو طالبانو د وزل کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.