هیواد ته د کرونا واکسین رارسیدل

هیواد ته د کرونا واکسین رارسیدل


  • 3 کاله دمخه (06/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1013

ټاکل شوې سبا افغانستان ته د هند له لوري د کرونا واکسین لومړنۍ محموله را رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي د هند ۵۰۰ زره ډوزه مرسته شوی واکسین چې ۲۵۰ زره کسان به پرې واکسین شي سبا د عامې روغتیا وزارت چارواکو ته سپارل کیږي.

مسوولین وایي چې د هند جوړ شوی واکسین تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان له خوا نه دی تایید شوی، خو په افغانستان کې د روغتیا له نړیوال سازمان رییس سره د شویو خبرو له مخې ټاکل شوې دغه واکیسن تر راتلونکې یوې اونۍ تایید شي.

مسوولین وایي چې د کرونا واکسین دغه محموله به د روغتیا نړیوال سازمان تر تایید پورې په ځانګړو مرکزونو کې وساتل شي او له تایید وروسته به یې د پلي کیدو لړۍ پیل شي.

په هیواد کې تر اوسه د کرونا ویروس له امله ۵۵ زره کسان ناروغان دی او له دوه زره زیات کسان مړه شوي.