طالبان د سولې خبرو اترو اصلي مانع دي

طالبان د سولې خبرو اترو اصلي مانع دي


  • 3 کاله دمخه (06/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1596

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي وسله وال طالبان سوله نه غواړي ځکه په وینا یې افغان حکومت د سولې لپاره لار خلاصه کړې.

حمدالله محب د امنیتي چارواکو خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وويل چې طالبان د سولې اصلي مانع دي، ځکه په وینا یې د افغان دولت مذاکراتي ټیم په دوحه کې حاضر دی، زندانیان یې ازاد کړل، هر مسوولیت چې جمهوریت ته متوجه کیده نه یوازې ولسمشر بلکې ټول نظام همکاري وکړه او د سولې لپاره یې لار خلاصه کړه، خو څوک چې د سولې مانع دي طالبان دي، ځکه نه مذاکره کوي، نه سوله غواړي او هره ورځ د افغانانو په وژلو خپلې منګولې سرې کوي.

محب وویل طالبان د واک ترلاسه کولو لپاره د نظام سقوط کول غواړي خو په وینا یې دا د طالبانو غلط فکر دی او خبرداری یې ورکړ که طالبان سولې ته حاضر نه شي حکومت د افغانستان دفاع ته چمتو دی.