د میرمن کلتوری تولنیز بهیر دری څلویښتمه اونیزه غونډه د گڼ شمیر خویندو په گډون دپوهنې وزارت به کلوپ کی جوړه شوه شوه
سولې نیازۍ په خپل ښکلی غږ د نعت د دوه بیتونوپه ویلو سره غونډه پیل کړه
نوی پیل د شعر په وینا ده
شریک او ساری نه لری الله ده
که ځمکه که مریخ ته وي ختلی
پاک الله د همه واړو رهنماه ده
د غوندې ریسه اغلې گلالۍ احمدی وه او ویانده یې سوله نیازۍ وه.
د غونډې لومړۍ برخه کاري مسایلو ته ځانګړې شوې وه
به دی برخه کی د نوی چابیدونکی کتاب به اړه چې د اغلی سپوږمۍ نوري له خوا تدوین شوی خبری وشوی.بیا محترم استاد سحر د میرمنو د کلنۍ مشاعرې ته د چمتو والي په اړه چې د جوزا میاشت په دیرشمه جوړیږي اوږدې خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چی خویندې د اطلاعاتو کلتور وزارت او نورو مهمو ارګانونو له مسولینو سره خبرې وکړي او د ټولو ولایتونو او پښتونخوا نه خویندې په دغه کلنۍ مشاعره او غونډه کې د گډون لپاره راو بلل شي بیا د مینه صابر وردگ د نوی چابیدونکی کتاب به اره هم خبری وشوې چی انشاالله به دی ورځوکی به چاپ شی. بیا د مینه منگل به وړاندیز د خویندو د لا زیاتو معلومات لپاره پریکړه وشوه چې په هره غونډه کې دې لومړی د ادبي ژانرونو په اړه خبرې او بحث وشي او لکچر دې اراییه شي دل افروززیرک د غونډی گدون والو سره ژمنه وکړه چی راتلونکی اوونی به غوندی ته د رادیوی درامو به هکله بشپړ معلومات ورکړی.
د غوندی به دوهمه برخه کی د نویده خوشبو صدیقی شعر د توره تیاره تر سرلیک لاندی کره کتنې ته وړاندی شو
توره تیاره
هره خوا توره تیاره ده تنهای ده خاموشی ده
مرور رانه خپل ځان دی څه عجیبه زندگی ده
زمانی کانی دی کړی هر اشنا رانه خپه دی
تا هم مخ رانه اړولی دا زما ملامتی ده
ته خو ماته نصیحت کړی خو سر زما کله خلاصیږی
نوم د مینی لیونتوب دی نوم د مینی پښیمانی ده
د غم وریځی شوی راَښکته او تیارې پر ما خوری دی
د اوښکو باران می سیلاب جوړ کړزما مینه مجبوری ده
خندا زما ده ورکه شوی په مجلس کی نه کینمه
غلی پټه یمه ناسته لکه تللی می ځوانی ده
غمازان راته خندا کړی د شک نظر باندی راگوری
راکتل دی گنگسی دی هره خوا می بدنامی ده
داسی ځای موندلای نه شم چی کرار ه کراري وی
تنهایی می ښه ملگری او تیاره می خوشحالی ده
دیر مینان سره یوازی شول قسمتو یی یاری کړې
خوشبو تا موندلی نه شی دا یی لویه بدبختی ده
اغلی دل افروز زیرک د غزل به دوهم او څلورم بیت به اخری فرد باندی د سبو او مناسبو کلماتو د نه مراعاتولو نیوکه وکړه او خوشبو یی د خوشحالی بیانونکی او هیلې را وړونکو شعرونو لیکلو ته وهڅوله .
د خوشبو غزل د غوندی ویاندی سوله نیازی او د غوندی ریسه او ځینو نورو خویندو له خوا وستایل شو.
د غونډی دریمه برخه مشاعره وه چی د مشاعره به لر کی اریا حافظ ، وریښمینه سعادت
سوله نیازی، نویده خوشبو، صدیقی، مینه صابر وردک، دل افروز زیرک،پښتنې او اغلی گلالۍ احمدی خپل شعرونه ولوستل. غونډه د مازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسیده .
وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به د مینې صابر وردګ کیسه کره کتنې ته وړاندې کیږي ، د راتلونکې غونډې ویانده به خوشبو صدیقي وي او رپوټ وریښمینه سعادت لیکي . په بله غونډه کې به د دل افروزځیرک له خوا پر لیکل شوي راډیو پروګرام کره کتنه کیږي .
هیره دې نه وی چی میرمن کلتوری_ تولنیز بهیر هره اونی د شنبه یا خالی به ورځ د معارف وزارت په شپږم پوړ کی د غرمې پر یوه نیمه بجه جوړیږي