ولسمشر غني د هېواد له يو شمېر والیانو سره ټليفوني خبرې کړي دي.

ولسمشر غني د هېواد له يو شمېر والیانو سره ټليفوني خبرې کړي دي.


  • 3 کاله دمخه (06/02/2021)
  • خالد سهار
  • 920

ارګ وایي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له یو شمېر والیانو سره په بېلا بېلو اړیکو کې د سرپل، بدخشان، بغلان، میدان وردګ او زابل ولایتونو له والیانو سره ټیلفوني خبرې کړي دي. 

 

سرچینه وایي، چې په دغو ټليفوني اړیکو کې يادو واليانو د خپلو اړوندو ولايتونو د امنيتي، سياسي، ټولنيز او اقتصادي وضعيت په اړه ولسمشر محمد اشرف غني ته معلومات ورکړل.

 

د سرچینې په حواله، چې ولسمشر محمد اشرف غني دغو والیانو ته د چارو د ښه والي، خدمت کولو، د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ او سیمه ییزو ادارو کې د لازیات فعالیت په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

 

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ هم په جلا ټیلفوني اړیکو کې د کندهار، ننګرهار، بلخ، پروان، کندز، فارياب او هرات واليانو سره خبرې کړې وې.

 

ارګ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي وو، چې په دې ټليفوني اړيکو کې يادو واليانو د خپلو ولايتونو د امنيتي، سياسي، ټولنيز او اقتصادي وضعيت په اړه راپورونه وړاندې کړل او ولسمشر غني ورته په مختلفو برخو کې لازمې لارښوونې کړې وې.