د کرونا بودیجه کې د میلیونونه افغانیو حیف او میل

د کرونا بودیجه کې د میلیونونه افغانیو حیف او میل


  • 3 کاله دمخه (07/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 967

د بازرس ادارې موندنې ښيي چې په ولایتونو کې د کرونا په بودیجه کې په پراخه کچه فساد شوی.

د یادې ادارې په وینا له څیړنو او موندنو وورسته یې په ۱۶ ولایتونو کې ۲۲۳ حکومتي مسوولین او ۹ غیر حکومتي چارواکي د کرونا په بودیجه کې د فساد له امله لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

هرات، نورستان، میدان وردګ، بدخشان، کندهار، تخار، غور، سمنګان، خوست، لوګر، بامیان، ډایکنډي، بغلان، کندز، پروان، ننګرهار، پکتیا، بادغیس، سرپل، پکتیکا، بلخ، جوزجان، زابل او کاپيسا هغه ولایتونه دي چې د کرونا د بودیجې د لګښت څرنګوالی پکې څیړل شوی.

د یادې ادارې رییسه غزال حارس وایي چې تر ټولو زیات فساد د اړتیا وړ توکو د پیر پر مهال شوی چې په وینا یې له ټاکلي بیې په لوړې هغې پیرل شوي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۴ ولایتونو کې د ۹۰۷ میلیونه او ۲۶۴ زره او ۶۸ افغانیو له ډلې د ۳۳۰ میلیونه او ۳۵۴ زره او ۹۱۲ افغانیو په ارزښت د اړتیا وړ توکي له خپلې ټاکلې بیې په لوړه هغې پیرل شوي چې بیه یې ۳۰ تر ۴۰ سلنه لوړه ښودل شوې.

د نوموړې ادارې د رییسې په وینا یو محافظتي کیټ له ۵۵۰ افغانیو تر ۹ زره افغانیو او یوه تنفسي دستګا له ۸۳۱ زره افغانیو تر ۳ میلیونه افغانیو پیرل شوې او په وینا یې ډیر فساد په ولایتونو کې شوی دی.