د بلخ پخوانی ښاروال په یو نیم کال بند محکوم شو

د بلخ پخوانی ښاروال په یو نیم کال بند محکوم شو


  • 3 کاله دمخه (07/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1045

د بلخ پخوانی ښاروال محمد نصیر عیني له خپلې دندې د ناوړه استفادې په تور په یو کال او شپږ میاشتو بند او پنځه میلیونه افغانیو ورکړې په جریمه محکوم شو.

د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې نوموړی له خپلې دندې په ناوړه استفادې په تور په یو کال او شپږ میاشتو بند او ۵ میلیونه افغانیو ورکړې په جریمه محکوم شو.

یاد مرکز دغه راز ویلي چې د بلخ د پخواني والي محمد اسحاق رهګذر د عدلي تعقیب حکم یې هم صادر کړی.

د لویې څارنوالۍ په وینا په دغه قضايي ناسته کې د بلخ ښاروالۍ مالي مدیر نوران شاه بې ګناه پیژندل شوی او د بلخ د پخواني والي محمد اسحاق رهګذر، د ښاروالۍ د مالي او اداري امر او ذبیح الله په نوم د یو تن د عدلي تعقیب حکم صادر شوی دی.