افغانستان دوست هېواد دی؛ مرستې به مو ورسره جاري وي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره وکتل او د افغان سولې پروسې پر روان وضیعت یې خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په دې ليدنه کې پر افغان سولې، دوه اړخيزو همکاریو، او د امریکا له نوې ادارې سره د افغانستان د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د حنیف اتمر په دې ليدنه کې د امریکا له تېرو شل کلنو مرستو مننه کړې او یاد هېواد یې د افغانستان یو ریښتینی او ستراتیژیک دوست یاد کړی، نوموړي همدارنګه د امریکا له لوري له طالبانو سره پر تړون د بیا کتنې هرکلی کړی.
د امریکا شارژدافیر ویلي، چې افغانستان په سیمه کې د امریکا یو ښه دوست هېواد دی او دوی هڅه کوي، چې افغانستان سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.
نوموړي د افغان سولې پروسې اوسني وضیعت ته په اشارې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د داسې سولې غوښتونکې ده، چې تېرې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې پکې خوندي وي.