د ۷۰ سلنه نا ثبت شویو سیمکارټونو مخه نیول شوې

د ۷۰ سلنه نا ثبت شویو سیمکارټونو مخه نیول شوې


  • 3 کاله دمخه (08/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1078

اترا اداره وایي چې مخابراتي شرکتونه د نا ثبت شویو سیمکارټونو د پلور له امله جریمه شوي او ددغو سیمکارټونو له ۷۰ سلنه پلور څخه مخنیوی شوی.

یادې ادارې په هیواد کې ټولو مخابراتي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د ۱۴۰۰ کال تر پایه ټول فعال سیمکارټونه باید ثبت شي.

دغه اداره وایي له یاد اقدام څخه یې هدف په هیواد کې د امنیت ټینګښت دی ځکه په پلازمینه او ولایتونو کې ډیری چاودنې او بریدونه له همدې نا ثبت شویو شمیرو څخه ترسره کیږي.

بل لورته  شمیرې ښيي چې د ۳۴ میلیونه پلورل شویو سیمکارټونو له ډلې یوازې ۲۲ میلیونه یې فعال دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د کابل پولیسو هم خبرداری ورکړی وو چې نا ثبت شوي سیمکارټونه باید ونه پلورل شي او په وینا یې تر اوسه د امنیتي ادارو له خوا زرګونه نا ثبت شوي سیمکارټونه را ټول شوي دي.