د امریکايي سرتیرو حضور شرایطو پورې تړلی

د امریکايي سرتیرو حضور شرایطو پورې تړلی


  • 3 کاله دمخه (08/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 851

د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې جمهوريپال غړي لینډسي ګراهام په افغانستان کې د امریکا د حضور دوام له شرایطو سره تړلی یادوي.

ګراهام سي بي اس نیوز تلویزیوني شبکې سره په مرکه د افغانستان په اړه د جوبایډن ادارې له هغې طرحې هم هرکلی کړی  چې شرایطو ته په پام پوځي حضور ته دوام ورکوي.

د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې دې مخکښ غړي په دې مرکه کې ویلي چې تر می میاشتې وروسته به هم امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ونه ووځي.

نوموړی خبرداری ورکوي چې د ځواکونو په بیړه وتل به ددې لامل شي چې داعش او القاعده بېرته را وګرځي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تېر کال هوکړې نه عملي کېدو باندې طالبان داسې مهال تورنیږي چې بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ حالت سره مخ دي او د طالبانو مذاکراتي پلاوی د خبرو پر ځای د سیمې هیوادونو ته په سفرونو بوخت دی.

په افغانستان کې تر می میاشتې وروسته د امریکايي ځواکونو د حضور دوام په اړه تازه څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې له مخې د روان کال تر نیمايي پورې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور صفر او طالبان د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.