کورنیو چارو وزارت وایي چې افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو دغه عملیات د ننګرهار ولایت په سره سرود ولسوالۍ کې ترسره کړي چې پایله کې د داعش ډلې دا مهم غړی نیول شوی.
خبرپاڼه زیاتوي چې د داعش ډلې دغه غړي په یاد ولایت کې د ترهګریزو بریدونو په طرحه او سازماندهي کې مهم رول درلود.