طالبان: که امریکا ونه وځي، جګړې به شدیدې کړو.

طالبان: که امریکا ونه وځي، جګړې به شدیدې کړو.


  • 3 کاله دمخه (09/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1150

د طالبانو یو شمېر جنګي قومندانان وايي، دوی له امریکا سره هوکړه کړې  او یادې هوکړې ته ژمن دي؛ خو که امریکا تړون مات کړي او ونه وځي نو دوی به سختو جګړو ته ادامه ورکړي. 

طالبان وایي، دوی  ته د ټرمپ او بایډن د حکومت توپیر نشته بلکې امریکا ته په کار ده چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. 

دوی وایي، که د سولې خبرې نتیجه ورنکړي نو طالبان اماده دي، ترڅو له افغان حکومت سره هم جګړو ته دوام ورکړي.

د امریکا نوي حکومت له طالبانو سره پر هوکړې کتنه کوي او وایي، طالبان پخپلو ژمنو کې پاتې راغلي؛ نو ځکه امریکا هم له افغانستان څخه نه وځي