افغانستان کې د القاعده ډلې سرتیري جنګیږي

افغانستان کې د القاعده ډلې سرتیري جنګیږي


  • 3 کاله دمخه (09/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1064

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، القاعده لاهم له طالبانو سره نه شلېدونکې اړیکې لري او دا ډله اوس هم په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي.

نوموړي له  یو بهرني ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې اوس مهال شاوخوا ۵۰۰ القاعده په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې جنګیږي.

دی زیاتوي، چې طالبان په خپلو هغو ژمنو کې پاتې راغلي، چې په دوحه کې یې له امریکایانو سره کړې وې.

د صالح په خبره طالبان هغه ډول، چې امریکایانو غوښتل ثابت نه شول او له القاعده او نورو ډلو سره یې لاهم اړیکې نه دي پرې شوي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ترهګرو د تحلیل او نظارت ډلې هم په خپل یو راپور کې ویلي و، چې القاعده په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې کوي.