د يموکراسي ، زمونږ بې وسي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي کانديدي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ډاکټر ريحان
  • 1297

خپلې ليکنې ته مې ځکه دا پورتنۍ سر ليک ورکړ، چې په ګران افغانستان داسې ديموکراسي راغلي ده، چې بس لکه د وبا مرض ټول يې د پښتنو کورونه تباه کړل، دوی خو همدې ته ديموکراسي وای چې د لسهاو ټنو وزن لرونکي بمونه مو په سر را وغورځوي، او مونږ يې بايد قرباني ورکړو، ځکه چې همدې ته ديموکراسي وايي. د هر چا خپله خوښه چې هر څه کوي
او خپله بې وسي مې ځکه ياده کړه چې ددوی له دغه ديموکراسۍ څخه ځانونه نه شو بچ کولای او همداسې مو سرونه راماتوي او مونږه ورته ګورو، د تيښتې لار مو هم نه شته، هغه د چا خبره ، چې رو دې تيښتې نشته ، تيښته لا توره بلاه ده،.
زور ورکړی ، نوره هم زور ورکړی ، هر څومره مو چې دې وسه کيږي هغومره زور ورکړی، ددغه فلم کيسه چې هر چا درته ليکلي وي، ښه يې درته ليکلي ده، او ښه پايله به ولري. خو د يو شاعر خبره، زما شاته تړلي لاسونه او ستا درنې درنې څپيړې، يوه ورځ به دې جانانه په حساب کې راولم.
نو داسې يوه ورځ به هم راشي چې زما او ستا حساب به پکې وشي.
له تاسو ولې ګيله وکړو، ګيله خو له خپلو کيږي او تاسو خو مو خپل نه يې، د خپل نه هم نوره ګيله نه کوو، ځکه چې خپلو هم داسې ګلان راته وکرل چې په اوبو ورکولو سره يې په خدای (ج) چې شرميږو، .
دوی هم د تاسو په کاسو کې وخوړل ، نو ځکه خو ستاسو په شان پيښې کوي،.
خو زه بيا دلته په ټولو هغو پښتنو وروڼو او خويندو غږ کوم، څوک چې زما دا ليکنه لولي، تير خو تير باقي خير، .
پاسنۍ خبره مې په نيمه کې پريښوده او لوستونکي به وايې چې دا څنګه تير تير ياده وي، او باقي خير ، چير ته چې له سره خير نه وي نو د هغې تير او هير بيا څه معنا لري،.
هدف مې دادی چې اوس راته هر څوک معلوم شول، کرزي لالا ته مو په ډيره مينه رايه ورکړي وه، هغې مور چې د۷ ورځو ماشوم يې په غيږ کې وه او رنځوره وه، او شايد پاڅيدل يې په مرګ تمام شوي وای خو هغې بيا هم د خپل ځان او د هغه وړوکي ماشوم پروا ونکړه او د بستره راپورته شوه او ده ښاغلي ته يې رايه ورکړه، عوض کې د ده لاس لاندې نظام ورله څه ورکړل چې همغه د ۷ شپو ماشوم يې ورته په غيږ کې په ډيره بې رحمۍ سره ورووژلو، .
ددغه ښاغلي له خوا ددغه ملت پښتون قوم ته ورکړل شوي کوم زخم نه درته يادونه دلته وکړم، زما د سر قاتلين يې په خپل څنګ کې ودرول، هغوی ته يې لنډه توره نوره هم ور اوږده کړه، او پڅه توره يې نوره هم  ورتيره کړه.
ښاغلي په سر کې ويل چې که چيرې زه ستاسې مشر شم نو د هر يوه کس مياشتنۍ اجوره به ۵۰۰ ډالره کړم، له ۵۰۰ نه يې تير هغه خو په اوبو لاهو، خپل يې هم رانه واخيستل ، اوس د ده له برکته پښتون د کابل په څلور لارو کې خپل اولادونه پلوري، دداسې امن نارې يې وهلي چې په هوا کې مرغانو باندې به هم څوک غرض نه وهي، خو د پښتون په کور کې ماشومان ، تور سرې ، سپين ږيري او ځوانان د هرې ورځې په تيريدو دده له برکته د تورو خاورو سره يو ځای کيږي، او داسې نور......................
اوس بيا هم په خپلو بريتو ګوتې وهي او وايې چې که دا ځل مو مشرکړم نو هغه څه به وکړم درته چې تير مو هير شي، . او دا ځل يې بيا هم داسې کسان د څنګ ملګري کړل چې په يادولو سره يې د يو عادي وګړي په صفت شرميږم.
زما انديښنه پدې کې ده ، چې لا اوس هم نه پوهيږو، چې غله په خوراک تماميږي.
راځی چې پدې ځانونه سره پوه کړو، چې ولې په مونږ داسې لوبې روانې دي، او تل تير وتلي اوغوليدلي يو.
راځی دا ځل داسې کس غوره کړو، چې پښتون وي، او د څنګ ملګري يې هم پښتانه وي، او يو ددې وړتيا هم ولري چې ددغه ملت د مشرۍ پيټی په خپلو اوږو يوسي.
د هر چا خپله خوښه خو زه دلته دا يادونه کوم چې ، راځی ټول پښتانه ډاکټر اشرف غني احمد زي ته رايه ورکړو، تر څو د خپلو حقوقو څخه برخمن شو او له دغه بدبختيو څخه خلاص شو.
لوستونکي به وايې چې دا دومره اوږدې ليکنې څوک په هسې نه کوي، شايد احمدزي څه خوله ورخوږه کړي او ځکه يې صفت کوي، زه قسم درته خورم چې يو غيران يې نه راکړی وي او نه مې ترې غوښتې وي ، او نه تر اوسه پدې چارو کې بلد تيا لرم .
زه يې درته ليکم نور ستاسو هم خپله خوښه، ما احمدزی صيب دوه ځلې ليدلې، يو ځلې مې په پوهنتون کې هغه وخت چې زه محصل وم، او پښتنو محصلينو ته فاړسيوانو استادانو کالي نه پريښودل چې په ټولګيو کې واغوندي او بيا به که چا اغوستي وه نو هغې ته ټولګي ته د ننوتو اجازه نه ورکول کيده، دا خبره پښتنو محصلينو تر ده ورسوله چې هغه وخت دای د پوهنتون ريس وه، او ده زمونږ غږ واوريدو او په پوهنتون کې د فاړسيوانو دا راج ختم شو چې د کاليو سره پوهنتون ته څوک نه شي راتلای، او دوهم ځل مې ۷ مياشتې مخکې وليدلو او له نيږدې مې خبرې ورسره وکړي، خبرې مو د پښتون قوم مصيبتونو په هکله وې، چې دای هم دې مسلې ته ډير ځوريدو، خو دده خبره چې هغه وخت يې قدرت په لاس کې نه وه، او که چيرې په لاس ورشي نو د هغه برداشت له مخې چې ما دده سره له ناستې کړی زه په پوره يقين سره دا وايم چې پښتون قوم به ضرور له دغه بدبختيو څخه خلاصيږي.
لوستونکي به وايې چې يو ځل يې د پښتنو محصلينو سره مرسته کړي او بل يوازې د پښتنو په سر بدبختيو پريشان کړی نو دا پدې معنا  نه ده چې دای دې ددغه ملت مشر شي، خو زه دا درته وايم چې ما  يوازې يوه نمونه درته وليکله، احمدزی صيب چې د ملګرو ملتونو چوکۍ ته ځان کانديدولو نو دا وړه خبره نده، د افغانستان په تاريخ کې د اول ځل لپاره ډاکټر اشرف غني احمدزی وه چې د ملګرو ملتونو سر مشری ته يې ځان کانديد کړی وه، او بل د آسيايي هيوادونو د ماليې وزيرانو په کتار کې د غوره ماليې وزير او  اوله درجه کفايت لرونکي او مدبر شخصيت په توګه پيژندل شوی ، نو زه دا وايم هغه څوک چې د ټولې نړۍ بدبختيو ته غيږ ورکوي نو زه دا هم وايم چې دغه کس به د پښتون قوم بد بختيو سره هم جدي مبارزه وکړي، نور د هر چاه خپله خوښه په ما يې يوازې يادول وه ځکه چې نور بايد ونه غوليږو، همدومره بس وه چې وغوليدو.