د ډایکنډي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د ملي امنیت ځواکونو ددغه ولایت د پاتو ولسوالۍ په تمزان سیمه کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۵ وسله وال طالبان نیولي.
چارواکي وایي په نیول شویو کسانو کې دوه تنه د ماین جوړولو تخنیکي انجنیران دي او یو بل یې په سیمه کې نفوذي کس دی چې د ماینونو په لیږد او ځای پر ځای کولو کې یې له وسله والو طالبانو سره همکاري کوله.
د چارواکو په وینا دغه کسان د کجران ولسوالۍ د جنايي امر یو پولیس سرتیري او پولیسو د ارکان ریاست د سرپرست په وژنه او لسګونه نورو ورته پیښو کې هم لاس لري.
د مسوولنیو په وینا له نیول شویو کسانو څخه یو میل ام ۱۶، دوه میله پیکا، یو میل راکټ او شپږ میله تفنګچې هم نیول شوي.