د باختر خزانه نن په چهار چنار ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خزانه نن د یو شمیر لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې شوه.
باختر خزانه په داسې حال کې نندارې ته وړاندې کیږي چې څه موده وړاندې د ولسي جرګې غړو د یادې تاریخي خزانې د ساتلو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې وه او یو بل باوري هیواد ته یې د لیږد غوښتنه کړې وه.
د ولسي جرګې د غړو له اندیښنو وروسته کابینې پریکړه وکړه چې دغه خزانه نندارې ته وړاندې کړي او د ولسي جرګې د غړو څرګندونې یې غیر مسوولانه وبللې.