ځوانان په ټولنه کې د مشعلونو او د ټولنې د ستنو په څیر دي، ځوانان دي چې ټولنه روښانه او وده ورکوي، ټولنه له انزوایي حالت نه د ښه کېدو په لور بیایي.
تل د ټولنې مخکښ غړي او متفکر ماغزه دي؛ نو ویلای شؤ چې ځوانان د یوې ټولنې ګډه پانګه، ګډه شتمني او ګډ اشخاص دي، ځکه خو په پرمختللیو ټولنو کې ځوانانو ته په درنه سترګه کتل کېږي او د ټول ولس هیلې ورپورې تړلې وي.
کومه ټولنه چې با احساسه، با درکه، د سپېڅلي وجدان لرونکي، د علم په کاڼه سمبال، خپلې ټولنې او ولس ته ژمن ځوانان ولري؛ نو په هماغه اندازه ټولنه زیاته وده کوي او په چټکتیا سره پرمختګ کوي؛ خو وروسته پاتې ټولنه بیا دغه شان ځوانان ډېر کم لري او نور یې د پردیو په اشارو روان وي چې نه ولس ته ګټه رسولی شي او نه ټولنې ته، بس تل به دا فکر ورسره وي چې څنګه زیاتې پیسې پیدا کړم ترڅو زه ښه ژوند ولرم.
په وروسته پاتې ټولنه کې ځوانانو دین، مذهب، جومات، امام، مقتدي، ګیره، بریت، څڼې، هدیره، مدرسې او نور شرعي مسایل په داسې ډول لاس کې نیولي چې په دې اړوند یې هیڅ کتاب ندی مطالعه کړی، د نورو په خوله یې سم او ناسم ټاکلي؛ خو نور په دې نه پوهېږي چې کوم سم ده او کوم ناسم.
همدا علتونه دي چې ټولنه وروسته پاتې کېږي، ځوانان بېکاره ګرځي، تل په خپلو منځو کې سره په جنګ وي، خپل هېواد او نظام به پردی ورته ښکاري او په مقابل کې به له دښمن سره لاس یو کوي او خپل هېواد به د نورو د ګټو په پار ورانوي.
ددې ټولو ناخوالو د له منځه وړلو او د شته وضعیت د ښه کولو لپاره یوازې یوه لار ده او هغه یو بل جنګ، ولسي پاڅون او ستر انقلاب ده ترڅو ټولنه او خلک په پښو ودرؤ او خوښ ژوند ور نصیب کړؤ.
باید درې لسیزې یو دیکتاتور ولسمشر ولرؤ چې د ټولنې د اصلاح په خاطر له جدیته کار واخلي د زرو کسانو د اصلاح لپاره سل ناسم کسان باید ووژني، هېواد کې پردي جاسوسان په عام محضر کې راوځړوي ترڅو ټول عبرت ترې واخلي او بیا هیڅوک د بل لپاره جاسوسي ته زړه ښه نه کړي، زده کړې جبري کړي او څوک چې زده کړو ته خپل اولادونه نه استوي لومړی باید په ارامي پوه کړای شي او که نې منله؛ نو تر باغو یې باید واړوي.
یو متل ده وای (( د خلکو ضمیر چې بیده وي یا کار نه کوي تاوان ور اړوي او وهل ورکوي ))
نو ځوانان اړ دي ترڅو د یوې پرمختللې، سوکاله، د علم په کاڼه سمبال او په ځان بسیا ټولنې د جوړولو لپاره سره منسجم شي او د نوي انقلاب لپاره دې ولس ته عامه پوهاوی شروع کړي په ګټه او تاوان یې وپوهوي.
ځوانانو ته په کار ده چې د ټولنې په وړاندې خپل ورسپارل شوي کارونه په ښه ډول سرته ورسوي او مسؤلیت پذیره اووسي، نه دا چې د خدای (ج) کارونه دوی وکړي او خپل کارونه خدای ته پرېږدي.