امریکا د سرتېرو پاتې کېدل او طالبان بیا د جګړې د دوام غواړي

امریکا د سرتېرو پاتې کېدل او طالبان بیا د جګړې د دوام غواړي


  • 3 کاله دمخه (11/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1119

امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور له ټاکلې مودې هم وځنډوي.

د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن وايي، ښايي په افغانستان کې د می میاشتې څخه وروسته هم  سرتیري پاتې شي.

بایډن زیاته کړې، چې غواړي ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي ويلي، چې دمګړی د جګړې ختمول لومړیتوب دی او غواړي د افغانستان راوانه جګړه د خبرو له لارې حل کړي.

تر دې وړاندې هم د امریکا یو شمېر لوړ پوړو چارواکو ویلي و، چې طالبان ددوحې په تړون کې پاتې راغلي، او امریکا به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور ته دوام ورکړي.

که څه هم تر دې وړاندې د امریکا یو شمېر لوړ پوړو چاورواکو ویلي و، چې طالبان ددوحې تړون کې پاتې راغلي او امریکا له افغانستان څخه خپل سرتيري نه باسي؛ خو بل پلو بیا طالبان وايي، که امریکا په افغانستان کې پاتې شي؛ نو دوی به یې وژلو ته دوام ورکړي.