هرات کې موټر بم چاودنه شوې

هرات کې موټر بم چاودنه شوې


  • 1 کال دمخه (11/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 427

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي ددغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه شوې خو تلفات نه لري.

د چارواکو په وینا دغه پیښه د یادې ولسوالۍ په جوي غازي سیمه له چاودیدونکو توکو ډک یو ټونس ډوله موټر څخه په استفادې د ملي اردو یوې پوستې ته نږدې رامنځته شوې.

د مسوولنیو په وینا بریدګر غوښتل پر یاده پوسته برید وکړي خو هدف ته له رسیدو مخکې یې چاودیدونکو توکو چاودنه کړې او چا ته پکې تلفات نه دي اوښتي.

که څه هم مسوولین دا کار د وسله والو طالبانو بولي خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.