ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پر موټریز کاروان برید شوی دی.

ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پر موټریز کاروان برید شوی دی.


  • 4 مياشتي دمخه (11/02/2021)
  • خالد سهار
  • 173

ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

 

سرچینې وایي، چې نن مازدیګر شاوخوا درې نیمې بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعې پر موټریز کاروان شوی دی.

 

سرچینه وایي، چې په دغه ځانمرګي برید کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو درې سرتېري برسېرن ژوبل شوي دي.

 

تر اوسه ددې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه منلی.

 

ننګرهار یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې وخت ناوخت ترې د دغه ډول بریدونو خبرونه ورکول کېږي.

 

په دې وروستیو کې د ننګرهار وضعیت ډېر ښه نه برېښې، چې د مرکز جلال اباد سربېره یې په ګڼ شمېر ولسوالیو کې هم امنیتي وضعیت ښه نه دی.