پکتیا کې افغان ځواکونو سپکې او درنې وسلې نیولي

پکتیا کې افغان ځواکونو سپکې او درنې وسلې نیولي


  • 3 کاله دمخه (12/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1212

د پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې افغان ځواکونو په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د ګډو عملیاتو په پایله کې یو شمیر درنې او سپکې وسلې نیولي.

د مسوولسنو په وینا تیره شپه افغان ګډو ځواکونو د ځاځي اریوب ولسوالۍ د امرخیلو په کلي کې پر یو کور ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې یو میل دهشکه، یو میل د ټانک پیکاه، ۱۶ فیره راکټ انداز مرمۍ، ۱۴ بکسې د دهشکې مرمۍ، ۴ د هاوان ماینونه، یو عراده جرمنۍ کرولا ډوله موټر او یو موټر سایکل د افغان ځواکونو لاسته ورغلي.

د مسولینو په وینا ددغو عملیاتو په لړ کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.