د پکتیا چارواکي په دې ولایت کې د یو شمېر سپکو او درنو وسلو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د پکتیا چارواکي په دې ولایت کې د یو شمېر سپکو او درنو وسلو د نیول کېدو خبر ورکوي.


  • 3 کاله دمخه (12/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1035

د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې یو شمیر درنې او سپکې وسلې نیول شوي دي.

 

د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ په یو خبر پاڼه کې ویلي، چې تېره شپه د افغان ګډو ځواکونو له لوري د ځاځي اریوب ولسوالۍ د امرخیلو په کلي کې پر یوه کور ځانګړي عملیات ترسره شوي دي.

 

 سرچینه وایي، چې د دغه عملیات په پایله کې یو میل دهشکه، یو میل ټانک پیکاه، ۱۶ فیره راکټ انداز مرمۍ، ۱۴ بکسې د دهشکې مرمۍ، ۴ د هوان ماینونه، یو عراده جرمنۍ کرولا ډوله موټر او یو دانه موټر سایکل د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ترلاسه شوي دي.