چارواکي په زابل کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

چارواکي په زابل کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.


  • 1 کال دمخه (12/02/2021)
  • خالد سهار
  • 646

ملي دفاع وزارت وایي، چې زابل کې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

دغه وزارت وایي، چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ  زابل ولایت ارغنداب او میزان ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې هدفمند عملیات ترسره کړي.

 

سرچینه وایي، چې د دغه عملیات په پایله کې ۱۳ طالبان ووژل شول او ۱۱  کسان ټپيان شول، یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

 

د سرچینې په حواله، چې همدا راز ۱ کړۍ، ماین چې طالبانو شهر صفا ولسوالۍ کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او د ملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو کشف او خنثی کړای شو. 

 

بل لورته وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.