د کرونا ویروس د ۱۸ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۱۸ تازه پیښو ثبتیدل


  • 3 کاله دمخه (13/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1182

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله هیڅ ناروغ خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی خو ۱۸ تنه تازه پرې اخته شوي دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې له تازه ثبت شویو شمیرو سره په ټول هیواد کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمیر ۵۵ زره او ۴۹۲ تنو ته رسیدلي چې له دې ډلې ۴۰ زره او ۳۹۲ تنه بیرته رغیدلي او دوه زره او ۴۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د مسوولینو په وینا وروستیو ورځو کې په هیواد کې د کرونا ویروس پیښې کمې شوي او ترڅنګ یې د یاد واکسین پر ضد د هند مرسته هم ترلاسه کړې ده.