امرالله صالح ویلي، چې سر روغ پاتې شي خولۍ پرېمانه دي.

امرالله صالح ویلي، چې سر روغ پاتې شي خولۍ پرېمانه دي.


  • 4 مياشتي دمخه (14/02/2021)
  • خالد سهار
  • 156

د افغانستان اوسني بندرونه له اړتیاوو سره سم نه دي جوړ شوي، چې له امله یې ورته ستونزې پېښېږي.

 

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په اسلام کلا کې د اورلګېدنې په تړاو سودا ګرو ته د ډاډ په موخه ویلي، ښه ده چې رامنځته شوې پېښه ځاني تلفات نه لري، نوموړي همدار راز ویلي، سر چې روغ پاتې شي خولۍ ډېرې دي.

 

تېره ورځ د هرات د اسلام کلا په ګمرک کې اورلګېدنه رامنځته شوه، چې پکې لسګونه د تېلو او کازو موټرونه وسوځېدل او له امله یې سوداګرو ته میلیونونه امریکایي ډالر زیانونه واړول.