ناټو د خپلو ځواکونو د وتلو په هکله روانه اوونۍ کې پریکړه کوي.

ناټو د خپلو ځواکونو د وتلو په هکله روانه اوونۍ کې پریکړه کوي.


  • 3 کاله دمخه (14/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1211

د ناټو دفاع وزیران راتلونکي چهارشنبه او پنج شنبه د ویډیو کنفرانس له لاري غونډه ترسره کوي او په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.

د یادې غونډې په اړه به د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سبا رسنیو ته معلومات ورکړي.

افغانستان کې اوس مهال د ناټو لس زره سرتيري شتون لري او روانه اوونۍ به یې د حضور په اړه پرېکړه وشي.

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ  د دوحې د تړون له مخې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته کمې ورځې پاتې؛ خو امریکا بیا ویلي، چې طالبان ورسره په کړیو ژمنو کې پاتې راغلي او دوی به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو حضور ته ادامه ورکړي.

د امریکا اندېښنې دا دي، چې طالبان لاهم په افغانستان کې له القاعده ډلې سره اړیکه لري او د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته به، ښايي یاده ډله یو ځل بیا سر راپورته کړي.

طالبان بیا وایي، چې مونږ خپلو هوکړو ته ژمن یو او له مقابل لوري هم د ژمنتیا هیله لرو.

تېره ورځ د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن هم یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي و، چې غواړي د افغانستان جګړه د خبرو او دیپلوماسي له لارې حل کړي؛ خو طالبانو ویلي، که امریکا له افغانستان څخه ونه وځي نو دوی له یې وژلو ته دوام ورکړي.