دولتي سرچینې وایي، جرایم سنګین ځواکونو د ننګرهار د ګمرک ریسس حشمت الله علیزي، د ګمرک ددوه معاونینو، د بر رسۍ مدیر او د ګودامونو مامورینو په شمول ۸ تنه د فساد په تور نیولي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم یادې نیونې تائید کړي او ویلي یې دي، چې نیول شویو کسانو د یو کیلي موټرو په نه شتون کې اسناد طی مراحل کول.
د ښاغلي امرخېل په وینا، نیول شوي کسان د زیاتو څېړونو په موخه کابل ته لېږدول شوي.
باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار ګمرک ۳۰ تنه کار کونکي د درنو جرمونو د ځواکونو له لوري د فساد په تور نیول شوي وو