د دفاع وزیر موټر چلونکی ووژل شو

د دفاع وزیر موټر چلونکی ووژل شو


  • 3 کاله دمخه (14/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1023

د امنیتي مسوولینو په وینا د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد موټر چلونکی محمد افضل د سلطان په نوم خپل پنځه کلن زوی سره یو ځای په ډزو ووژل شو.

د مسوولینو په وینا دغه پیښه د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند څلورم مکروریان سیمه کې رامنځته شوې او پولیس وايي ښايي دغه پیښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې وي.

محمد افضل د کاپیسا ولایت اوسیدونکی وو او د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد موټر چلونکی وو.

پولیس وایي د پیښې په تړاو څیړنې پیل شوي خو ملي دفاع وزارت تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.