د کرونا ویروس د ۲۲ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۲۲ تازه پیښو ثبتیدل


  • 2 اونۍ دمخه (14/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 28

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۲ پیښې ثبت شوی.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا په همدې موده کې د یادې ناروغۍ له امله هیڅ ناروغ خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی او ۳ تنه نور ترې بیرته رغیدلي دي.

د معلوماتو له مخې له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو ناروغانو شمیر ۵۵ زره او ۵۱۴ تنو ته رسیدلی چې له ډلې یې دوه زره او ۴۲۷ تنه مړه شوي او ۴۸ زره او ۳۹۵ تنه بیرته رغیدلي دي.