د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د هدفي بریدونو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
د ننګرهار والي وایي یادې ډلې د قاري هجرت الله په مشرۍ یاد ولایت کې فعالیت کاوه چې د ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسوالیو کې نیولي.
د ننګرهار د والي په وینا نیول شویو کسانو په هدفي وژنو، د ماینونو ځای پر ځای کولو، دولتي موټرو پسې د مقناطیسي ماینونو نښلولو او د دولتي کار کوونکو په نښه کولو کې لاس درلود.
نوموړي وویل چې د هدفي وژنو نیول شوې شبکې مشر قاري هجرت الله او غړو یې نوراغا، بادام ګل او ولایت خان پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.