د غلام خان بندر له لارې منځنۍ اسیا ته سوداګري

د غلام خان بندر له لارې منځنۍ اسیا ته سوداګري


  • 3 کاله دمخه (14/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1139

پاکستان د افغانستان په خوست ولایت کې د غلام خان بندر له لارې چې تر تورخم او سپین بولدک وروسته د سوداګرۍ د تګ راتګ دریمه ستره او مهمه لاره ده د خپلو سوداګریزو توکو لومړۍ ترانزیټي محموله منځنۍ اسیا ته ولیږله.

غلام خان بندر چې د تورخم هغه په پرتله کراچۍ ته نږدې پورت تیر کال جون کې پرانیستل شو خو د کرونا ویروس د خپریدو له امله تر اوسه له فعالیت څخه پاتې وو.

دغه لار افغانستان ته هم د ترانزیټ له اړخه ښه عواید راوړی شي او تمه ده چې دا لار به د ختیځې او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزۍ او راکړې ورکړې په وده کې د پام وړ مرسته وکړي.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ تر ټولو لنډه لار ده او زیاتوي چې دغه لار به د خوست او شمالي وزیرستان خلکو ته چې دغه بندر ته نږدې پراته دي، د کار موندلو کې هم مرسته وکړي.