د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونې چې ویلي وو ارګ به محاصره او حکومت به سقوط کړي سیاسي ټوکه بللې ده.
ګلبدین حکمتیار تیره ورځ خبرداری ورکړ که د سولې هوکړه لیک غوښتنې یې ونه منل شي د پراخو لاریونونو په پیل سره به ارګ محاصره او ارګ میشتي به د پرچمیانو له برخلیک سره مخ کړي.
نوموړي دغه راز ویلي وو چې د هیواد له بندرونو څخه د غنمو په کانټینرونو کې وسلې را انتقالیږي او هغو کسانو ته په واک کې ورکول کیږی چې له طالبانو سره د جګړې مخینه لري.
خو د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي چې دولت په قاچاقي ډول د وسلو راوړلو ته اړتیا نه لري او هرکله چې اړتیا شي په ښکاره او مشروع ډول یې پیري.
صالح دغه راز حکمتیار ته په خطاب ویلي چې ۴۰ کاله یې د افغانستان ضد ادرسونو ته مراجعه وکړه خو بیا هم ارګ ته ونه رسید.
بل لورته د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه رییس عطا محمد نور هم د حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د نوموړي دا څرګندونې د هغه نهايي عقده او بې وسي څرګندوي.