غزني کې د پنځه میلونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

غزني کې د پنځه میلونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


  • 3 کاله دمخه (15/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1186

په غزني کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کاریز جوړولو پروژه بشپړه شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په اسفنده کلي کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبه خور د یوه کاریز جوړولو پروژه بشپړه شوه.

د دې پروژې په ترڅ کې د کاریز سپرغې او کرنیزو ځمکو ته د اوبو کانال په پاخه ډول جوړ شوي دي، په دې ترڅ کې ۲۱۶۲ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او اوس به یې ۱۰۵۰۰ تنه سیمه ییز وګړي له ګټو برخمن شي. یاده دې وي چې دې کاریز ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او د سیمې باغونه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راوستل.