شفتالو او روغتیایي ګټې یې
شفتالو چې علمي نوم یې Prunsu Persica او په انګلیسي کې ورته Peach وایي، اوبه لرونکې، خوږه او د ژېړ بخملي پوست لرونکي مېوه ده. شفتالو یو زړی لري چې تریخ او د خوراک وړ نه دی. شفتالو ډېره ښکلې او د ډېرو ښاخونو لرونکې ونه لري چې د ونې لوړوالی یې تر ۵ مترو ته رسېږي. پاڼې یې اوږدې بیضوي ډوله او څوکې یې ارې ته ورته شکل لري. سره او سپین ګل کوي چې د پاڼو له غوړېدو مخکې خوړېږي.
له بده مرغه د شفتالو ونه ډېر دوام نه کوي او عمر یې ۱۵ تر ۲۰ کلونو پور دی، له دې مودې وروسته له منځه ځي. د شفتالو د پیدایښت ځای په سمه توګه نه دی څرګند، خو د ځینو په باور دې ونې له ډېرې لرغونې زمانې راهیسې په چین هېواد کې شتون درلود او له هغه ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لاره پیدا کړې ده.
په ټولیزه توګه په نړۍ کې د کال ۷ میلیونه ټنه شفتالو تولیدېږي چې د نړۍ تر ټولو ستر تولیدوونکي هېوادونه یې عبارت دي له: چین، ایټالیا، امریکا، یونان، فرانسه، ایران، ترکیه، اسپانیا، چیلي او ارجنتاین. شفتالو په طبیعي ډول سوړ او مرطوب دی چې په ترکیب کې یې د PP، B6، B2، B1، A او Cپر ویټامینونو سربېره، یوه لږه پیمانه پروټین او شحمیات هم لري. معدني مالګې یې پوټاشیم، کلسیم، منګنیز، مګنیزیوم او اوسپنه دي.
شفتالو د ټولو انسانانو لپاره ښه دي، وینه له یوریک اسید څخه پاکوي، د ډیابټ (شکرې) ناروغانو ته هم شفتالو توصیه کېدای شي، د ینې د ناروغانو لپاره ګټور دی، یخ مزاجه وګړي باید د شفتالو په خوړو کې منځلاري و اوسي؛ ځکه چې د اعصابو او د بدن د عمومي کمزورۍ لامل یې ګرځي او اشتها یې کموي، د دې نیمګړتیاوو لرې کولو لپاره یخ مزاجه وګړي له ګبینو یا زنجبيلو څخه ګټه اخیستلای شي.
دغه راز دا مېوه د ډېرو اوبو او پېچلو کاربوهایدریتونو لرلو له کبله ورزشکارانو ته هم ډېره ګټه لري؛ ځکه چې د اوږدو تمریناتو لپاره یې بشپړه انرژي چمتو کوي. د شفتالو مېوه نرم سلولوز لري، قندي او نشایستوي مواد یې په ډېرې اسانۍ هضمېږي، نو له دې امله له هرې معدې سره همغږي لري او په معده کې باد نه رامنځته کوي.