کندهار کې ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

کندهار کې ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 3 کاله دمخه (16/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1055

د ملي دفاع وزارت له لوري په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په مرسته د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې هدفمند عملیات ترسره کړي دي.

 

د دې خبر پاڼې له مخې، چې د دغو عملیاتو پایله کې د طالبانو د دوه قوماندانانو عبدالطیف د "حیدر" شبکې او ظفر محمد "البیت" شبکې غړو په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

 

په خبر پاڼه کې همدا راز راغلي، چې د وسله والو ۱ پيکا، ۱ میل راکټ، ۱۷ کړۍ ماینونه او یو شمېر نورې وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.