سمسور

خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه

دوشنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ١
ناټو: له مناسب وخت مخکې له افغانستانه نه وځي

ناټو: له مناسب وخت مخکې له افغانستانه نه وځي


  • 3 کاله دمخه (16/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1144

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د روانې اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په انلاین ډول د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه ترسره شي او په دې غونډه کې به په افغانستان او عراق کې د ناټو د ماموریت په تړاو بحث وشي.

د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ وایي چې ناټو به له مناسب وخت مخکې له افغانستان څخه ونه وځي  او ټینګار یې کړی چې ناټو د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او خپل حضور یې هم د سولې د ژمنو پر اساس تنظیم کړی دی.

سټولټنبرګ زیاته کړې چې د افغان سولې بهیر مایتدونکی دی او د تاوتریخوالي کچه په بې  سارې توګه لوړه شوې او له همدې امله ددغه سازمان هیڅ متحد او غړی نه غواړي چې له لازم وخت زیات په افغانستان کې پاتې شي، خو له مناسب وخت مخکې هم له افغانستان څخه نه وځي.

نوموړي وویل چې د دغا وزیران به دا موضوع و ارزوي او بدلونونه له نږدې څاري.

تمه ده چې د ناټو غړو هیوادونو دفاع وزیران په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت وغځوي او د ناټو ځینو غړو هیوادونو لا له وړاندې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت غځولی دی.