کابل کې د ښاروالۍ عامه ښاري بسونه فعالیږي

کابل کې د ښاروالۍ عامه ښاري بسونه فعالیږي


  • 3 کاله دمخه (16/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1011

د کابل ښاروالي وایي په نږدې راتلونکي کې کابل ښار کې عامه ښاري بسونه فعالیږي او په وینا یې ددغو بسونو ازمایښتي لړۍ د احمد شاه بابا مینې ته غځیدلي سړک په اوږدو کې فعالیږي او له هغه وروسته به د کابل ښار ۱۲ لارو کې ۲۶۰ بسونه کار پیل کړي.

د ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ دغه بسونه به ټول ښار تر ټرانسپورټي پوښښ لاندې ونیسي.

د انټرنشنل امریکایي کمپنۍ دغه بسونه په اتو سلنډرو ډیزلي ماشین حرکت کوي او تمه ده چې د کابل ښار پخوانیو بسونو ته په کتو په ښه کیفیت سرویس وړاندې کړي.

کابل کې اوس مهال د بسونو سرویس په ټپه ولاړ دی.